مارنېنګ سټار: اوکراین کې دې د شوروي ضد د افغان مجاهدینو د جګړې بېلګه تعقیب شي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • مارنېنګ سټار

له بریتانیا خپرېدونکې مارنېنګ سټار ورځپاڼې په خپلې یوې لیکنه کې د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن خبرو ته اشاره کړې ده چې وايي، په اوکراین کې دې د پخواني شوروي پر ضد د افغان مجاهدینو د جګړې بېلګه تعقیب شي.

ورځپاڼه د مېرمن کلېنټن له خولې وايي، دا جګړه داسې وه چې لوېدیځو ځواکونو مجاهدینو ته وسلې او مالي مرستې ورکولې څو د پخواني شوروي پر ضد یوه ستړې کوونکې جګړه مخکې یوسي چې بالاخره شوروي ماتې وخوړه له افغانستان څخه‌یې ځواکونه ووتل او همدې ماتې په نهایت کې د پخواني شوروي اتحاد د نړېدو لاره پرانیسته.

هیلري کلېنټن په خپلو خبرو کې ویلي، یو هدفمند وسله‌وال پاڅون چې ملاتړ یې کېده د دې سبب شو چې شوروي له افغانستان څخه ووځي.

مېرمن کلېنټن که څه هم جزئیات نه‌دي ورکړي، خو په افغانستان کې د جکړې د اوږدېدو په برخه کې یې ځینو نیمګړتیاوو او د ناوړه عواقبو ته هم اشاره کړې.

د مارنېنګ سټار په وینا، د افغانستان د جګړې د اوږدېدو عواقب دا و چې د مجاهدینو له بریالي کېدو وروسته طالبان او القاعده شبکه رامنځته شول، ډېر ځواک‌یې ترلاسه کړ او بالاخره ټولې نړۍ ته په ګواښ بدل شول او په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې بریدونه وشول.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان د جګړې په څېر د اوکراین د جنګ د اوږدېدلو اصلي قربانیان به اوکرایني وګړي وي او د وسلو د تولید شرکتونه به له دې جګړې ګټې پورته کوي.

د ورځپاڼې په باور دا مهال په اوکراین، بریتانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو کې سوله غوښتونکي حرکتونه تر فشار لاندې دي او چندان څرګند فعالیت‌یې نه‌لیدل کېږي.

  • شارلوټ ابزرور

له امریکا خپریدونکې یوې ورځپاڼې شارلوټ ابزور د هغې افغان کورنۍ په اړه لیکنه کړې چې تېره روژه‌یې په کابل کې تېره کړې او سږ کال د امریکا په لاس انجلس کې د روژې میاشت تېروي.

ورځپاڼه وايي، مقصود تېره روژه کې په کابل کې و، د ماښام د اذان په غږ یې روژه ماتوله، خپل لمونځونه‌یې په کور او جومات کې په جای‌نماز کول او له خپلو خلکو سره یوځای یې د روژې مراسم پر ځای کول.

خو د تېرې شنبې په ورځ هغه د سنټیاګو په یو هوټل کې په هغه اذان چې په ټیلیفون کې یې اورېده روژه ماته کړه او لمونځ‌یې د هوټل په یوه سپینه روجايي ادا کړ.

خیریه سازمانونو او هغو کسانو چې د مقصود کورنۍ یې امریکا ته بیولې نور افغانان هم راټول کړي وو چې ټول په ګډه روژه ماتی وکړي.

د لیکوال په وینا که څه هم دا کورنۍ دا مهال له افغانستان اته زره میله لیرې اوسېږي، خو لږ تر لږه له دوی څو تنو ته یو ماښام داسې برابر شو چې په ګډه روژه ماتی وکړي او له وطن ځانونه ډېر لیرې احساس نه‌کړي.