د سپېس اکس د لومړي مأموریت ټول ستورمزلي نړیوال فضايي تمځي ته ورسېدل

په دې ډله کې څلور ستورمزلي شامل دي چې د ساینسي څېړنو لپاره به یوه اوونۍ د ځمکې په مدار کې وي.

د سپېس اکس په نوم د فضايي تخنیک د خصوصي شرکت د لومړي مأموریت ټول ستورمزلي نړیوال فضايي تمځي ته ورسېدل.

په دې ډله کې څلور ستورمزلي شامل دي چې د ساینسي څېړنو لپاره به یوه اوونۍ د ځمکې په مدار کې وي.

دوی د امریکا د فلوریدا ایالت له کېندي فضايي تمځای څخه د فالکون ۹ په نوم د راکټ په مرسته په فضا کې تر ۲۱ ساعته مزله وروسته نړیوال فضايي تمځي ته ورسېدل.

دغه څلور ستورمزلي په نړیوال فضايي تمځي کې له اوو نورو هغو ستورمزلو سره یوځای شول چې په دولتي لګښت هلته تللي دي.