پاکستان کې د یو امریکایي ډالر قیمت څه باندې ۱۸۹ روپیو ته ورسېد

امریکايي ډالر او پاکستانۍ روپۍ

په پاکستان کې د یو امریکایي ډالر قیمت څه باندې ۱۸۹ روپیو ته رسېدلی دی.

دا په دغه هېواد کې د ډالرو بې‌ساری لوړ قیمت بلل کېږي.

د پاکستان د مالي چارو شنونکې ادارې د روپیو د ارزښت د لوېدو لوی لامل په دغه هېواد کې روانه سیاسي بې‌ثباتي یادوي.

اخوا بېګا د پاکستان سترې محکمې د منحل شوي پارلمان د برحاله کېدو حکم کړی او ویلي یې دي چې د شنبې په ورځ دې د صدراعظم عمران خان په خلاف د عدم اعتماد رأی‌ګیري وشي.

د اپرېل په درېیمه د پاکستان صدراعظم په غوښتنه پارلمان منحل اعلان شو او ورسره د هغه د عدم اعتماد رأی‌ګیري د پارلمان د مرستیال له‌خوا چې د عمران خان پلوی دی، وځنډېده.

دې سیاسي ناندریو په دغه هېواد کې له څو ورځو راهیسې سیاسي کړکېچ رامنځته کړی دی.