امریکايي چارواکي وايي افغانستان کې د غالۍ صنعت له ودې سره مرسته کوي

ارشیف، په غالۍ اوبدلو بوختې دوه مېرمنې

امریکايي چارواکو ویلي په افغانستان کې د غالیو د صنعت له ودې سره مرسته کوي.

دا خبره د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې اوس له دوحې فعالیت کوي نن په خپل ټویټر لیکلې ده.

په ټویټ کې راغلي چې د امریکا متحده ایالاتو د مرستو پراختیايي اداره (یو اېس اېډ) ۲،۳۰۰ غالۍ او وړۍ اوبدونکو ته چې اکثرې مېرمنې دي، یو ۱۶۰ زره ډالره ورکوي څو اومه مواد پرې راونیسي.

د سفارت په ټویټ کې راغلي دا مرسته د نغدو پیسو د نشتوالي په اوج کې له افغانانو سره کوي.