طالبان: ایران کې پر یوه عبادت‌ځای وروستی برید له افغانانو سره تړاو نه‌لري

مشهد کې د امام رضا حرم

د طالبانو حکومت په ایران کې پر یوه عبادت‌ځای وروستی برید غندلی او ویلې یې دي دا برید له افغانانو او افغانستان سره تړاو نه‌لري.

د چړې په وسیله دا برید د سې شنبې په ورځ په مشهد ښار کې د امام رضا د حرم په انګړ کې شوی دی.

ځایي رسنیو ویلي، بریدګر یو تن وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس بیا پرون بریدکوونکی ازبک ټبره عبدالطیف مرادي یاد کړی دی.

دې خبر کې ویل شوي، مرادي یو کال وړاندې په ناقانونه توګه د پاکستان له خاورې ایران ته اوښتی دی.