د طالبانو حکومت په پاکستان کې د سیاسي تحولاتو په اړه محتاطانه غبرګون وښود

د پاکستان او طالبانو بیرغونه

د طالبانو حکومت په پاکستان کې د سیاسي تحولاتو په اړه محتاطانه غبرګون وښود او وایي، په پاکستان کې سیاسي بدلونونه د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده او له افغانستان سره کومه اړیکه نه‌لري.

دوی وایي، په دې سیاسي بدلونونو کې د هېڅ یوې ځانګړې ډلې یا ګوند ملاتړ نه‌کوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، افغانستان او پاکستان ګڼ مشترکات لري او خپل‌منځي روابط‌یې باید د ګاونډیتوب او د دولتونو ترمنځ د اړیکو پر بنسټ ټینګ وي.

مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "دا چې پاکستان کې سیاسي تحولات دي یا څه تغییر راځي یا نه‌راځي، دا د هغو داخلي موضوع ده، اسلامي امارت له خپلو ټولو همسایه‌ګانو سره ښې اړیکې غواړي، د هغوی له ولسونو سره ښې اړیکې غواړي، پاکستان مهم هېواد دی، موږ سره ډېر مشترکات لري، د همدغو مشترکاتو په اساس موږ له هغو سره د ښه تعامل غوښتونکي یو، موږ په سیمه کې رفاه، اقتصادي وده، امنیت او ګډ کار غواړو چې هېوادونه په سوله او امنیت کې ژوند وکړي، په همدې روحیه پاکستان ته هم ګورو او موږ لپاره مهم دی."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان سرپرست صدراعظم عمران خان په وار وار د طالبانو د حکومت ښکاره ملاتړ کړی دی.

د بېلګې په ډول خان د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبله کې تېر کال وویل، یوازنۍ لار دا ده چې د افغانستان فعلي حکومت چې هدف‌یې د طالبانو حکومت و، پیاوړی شي.

هغه دغه‌راز ویلي چې د طالبانو حکومت به له ترهګرۍ سره مبارزې، د بشري حقونو ملاتړ او د یوه ټول‌شموله حکومت جوړېدو ته ژمن وي.

خو د طالبانو حکومت تر اوسه د ټول‌ګډونه یا پراخ‌بنسټه حکومت د جوړولو او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې عملاً مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د طالبانو حکومت نږدې ۸ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د پاکستان په ګډون هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

د طالبانو تېر حکومت د درې هېوادونو له‌خوا په رسمیت پېژندل شوی و چې یو یې پاکستان و.

د پاکستان سرپرست صدراعظم عمران خان

پاکستان کې له تېرو څو ورځو راهیسې د واک سیاسي تشه رامنځته شوې او صدراعظم عمران خان په داسې حال کې چې کابینه‌یې پاشل شوې، د سرپرست په توګه د هېواد چارې په مخ وړي.

هلته سیاسي ناندرۍ هغه مهال جدي شوې چې د حاکم ګوند سیاسي مخالفانو پارلمان یا قامي اسامبلې ته د صدراعظم عمران خان د سلب صلاحیت کېدو طرحه وړاندې کړه.