د روژې نه‌نیولو په تور د دوو کسانو د شکنجه کېدو وېډیوګانو غبرګونونه راپارولي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په هغو دوو وېډيوګانو کې چې تازه پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوي، لیدل کېږي چې ظاهراً دوه کسان د روژې نه‌نیولو په تور په عام محضر کې شکنجه کېږي.

دې وېډیوګانو د خواله رسنیو غبرګونونه پارولي.

یو له دغو یوه دوه دقیقه‌یي وېډیو ده چې تازه پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې او په‌کې لیدل کېږي، د یو جومات مخې ته یو ځوان د یو څلور کسیزې ډلې له لوري ظاهراً د روژې نه‌نیولو په خاطر په عام محضر کې په لښتو وهل کېږي.

ځوان په هراتي دري لهجه کې قسمونه کوي چې روژه‌یې نیولې ده.

د همدې ځای او همدې خلکو یوه بله ۴۵ ثانیه‌یي وېډیو کې یو بل ځوان همدا شان په لښتو وهل کېږي، خو د هغه په اړه هېڅ څه نه‌ویل کېږي چې ولې؟ او نه هم شکنجه کېدونکی ځوان څه وایي.

په دې دواړو وېډیوګانو کې د طالبانو ترانې اورېدل کېږي.

خو د دواړه وېډیوګانو وخت او ځای مشخص نه‌دی.

د دې وېډیوګانو تر خپرېدو وروسته د خواله رسنیو کاروونکو پراخ غبرګونونه ښودلي، دوی په خپلو پوسټونو او ټویټونو کې د افغانستان وضعیت کړکېچن بللی او د بشري حقونو څار نړیوال سازمان نه‌یې د پام او عدالت غوښتنه کړې.

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو ادعاګانې کړي چې دا شکنجه کوونکي کسان طالبان دي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف ازادي راډیو ته وویل: "دا وېډیو ما ډېره پخوا په خواله رسنیو لیدلې، کومه نوې وېډیو نه‌ده، په دې کې لیدل کېږي هم نه چې دا په څه اړه ده، هر څوک هر څه پرې لیکلي دا کسان نه زموږ د وزارت کارکوونکي دي او نه هم زموږ له لوري داسې څه ترسره شوي."

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د تېر جمهوري نظام پر مهال د بېلابېلو موضوع‌ګانو اړوند د صحرایي پرېکړو او شکنجو دا شان وېډیوګانې خپرې شوي.

خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راوروسته بیا د پخوانیو امنيتي ځواکونو په ګډون د بېلابېلو خلکو داسې وېډیوګانې وخت ناوخت خپرېږي چې د خلکو پراخ غبرګونونه‌یې پارولي وي.

طالبانو کله ډېر ځله د دې وېډیو ګانو په اړه ویلي چې په اړه‌یې څېړنې کوي، خو د څېړنو پایلې یې بیا له رسنیو سره نه‌شریکېږي.

طالب چارواکو تل ټینګار کړی چې دوی د اسلامي لارښوونو په چوکاټ کې د بشري حقونو رعایت ته ژمن دي.