امریکا او اروپايي متحدان‌یې نن پر روسیې نوي سخت بندیزونه لګوي

ارشیف

متحده ایالات او اروپايي متحدان‌یې په پام کې لري چې د اقتصاد او ټکنالوژۍ په ډګرونو کې د روسیې د لا منزوي کولو په هدف نن پر دې هېواد نوي سخت بندیزونه ولګوي.

په دې ګډو اقداماتو کې په روسیه کې پر مالي ادارو او نویو پانګونو بندیزونه، د حکومت پر اړوندو تجارتي شرکتونو د بندیزونو لا سختول او پر دولتي چارواکو او د هغوی پر کورنیو نور بندیزونه شامل دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون وویل په اوکراین کې د جګړې د دوام له امکاناتو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین بې‌برخې کول د دوی د بندیزونو تر ټولو لوی هدف دی.