ایران د کوکنارو کښت د منع کېدو په اړه د طالبانو د پرېکړې هرکلی وکړ

افغانستان کې د کوکنارو کښت

ایران د طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی دی چې د کوکنارو کښت‌یې په افغانستان کې منع کړی دی.

د ایران د مخدره موادو د کنټرول د ادارې مشر سکندر معیني پرون وویل چې هېواد یې دې ته منتظر پاتېږي چې وګوري دا پرېکړه څه وخت عملي کېږي.

تهران ټایمز ورځپاڼې د معیني په وینا خبر ورکړی دی چې وایي، ایران په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

طالبانو د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوی د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د فرمان له مخې په افغانستان کې د کوکنارو کښت، سوداګري، کاروبار او د مخدره موادو استعمال منع شو.