سبحان: د پاسپورټ د ورکړې لپاره دې پخوانۍ تګلاره تعقیب شي

ارشیف، د افغانستان پاسپورټ

په افغانستان کې د پاسپورټ د وېش بهیر چې په پام کې و نن بیا پیل شي، یو وار بیا وځنډول شو.

د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي و چې دغه بهیر به د سې شنبې په ورځ په کابل او ولایتونو کې پیل شي.

تېره میاشت په کابل او ولایتونو کې د نویو پاسپورټونو د وېش بهیر ودرول شو.

د ننګرهار اوسېدونکی سبحان له هغو ځوانانو دی چې څو اوونۍ مخکې یې د پاسپورټ لپاره درخواست ورکړی، خو انتظار دی.

د ازادي راډیو خبریال ورڅخه بوښتنه کړې، دا چې د پاسپورټ د ورکړې بهیر کله پیلېږي او کله بندېږي څه مشکل‌یې جوړ کړی دی؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پاسپورټ له یوه غوښتونکي سره مرکه