د ۳۲ ملیونه امریکايي ډالرو مرستو بله بسته افغانستان ته ورسېده

ارشیف، د افغانستان بانک کې پیسې

د افغانستان بانک خبر ورکړ چې د ۳۲ ملیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د نقدو مرستو بله بسته نن سې شنبه افغانستان ته ورسېده.

دغه بانک په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی چې دا د مالي مرستو ۲۰مه بسته ده چې کابل ته رسېږي او د افغانستان نړیوال بانک (اې‌ای‌بي) ته سپارل کېږي.

دغه بانک نه‌دي ویلي چې دغه بشري مرستې د چا له‌خوا شوې دي.