امریکا او بریتانیا وایي غواړي مسکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وباسي

ارشیف

په اوکراین کې د روسي پوځیانو له‌خوا د لسګونه ملکیانو تر وژل کېدو وروسته امریکا او بریتانیا وایي، غواړي مسکو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وباسي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلد په دغې شورا کې د روسیې غړیتوب یو "مسخره" کار بللی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرکز د سویس په جنوا کې دی او که چېرته له دغې شورا د روسیې نوم ایستل کېږي، دا پرېکړه د عمومي اسامبلې د ۱۹۳ غړو دوه په درې برخې رایو ته اړتیا لري.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا (Vasily Nebenzia) بیا د بشري حقونو له دې شورا نه د روسیې ایستل د نه‌باور وړ عمل بللی دی.