امریکا پر بلغاریا د اتو «اېف ۱۶» جنګي جېټونو احتمالي خرڅلاو تأیید کړ

امریکايي «اېف-۱۶» جنګي جېټ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر بلغاریا د اتو «اېف-۱۶» جنګي جېټونو احتمالي خرڅلاو تأیید کړ.

دا خبره د امریکا دفاع وزارت پرون کړې ده او لامل‌یې د تور سمندر په سیمه کې د بلغاریا د هوایي ځواک پیاوړتیا په ګوته کړی دی.

د پنټاګون چارواکو ویلي، د ۱،۶۷۳ میلیارده ډالرو په ارزښت دا هوکړه په مستقیم ډول پر اوکراین د روسیې له یرغل سره کوم تړاو نه‌لري.

په ختیځه اروپا کې پروت هېواد بلغاریا د ناټو غړی دی او له وړاندې داسې ګمانونه کېږي چې بلغاریا اوکراین ته «مېګ-۲۹» روسي الوتکې ورکوي.

اوکرایني پیلوټان د دغو الوتکو د الوزولو ښه وړتیا لري.