د پاکستان ولسمشر: عمران خان به د سرپرست صدراعظم تر ټاکلو دندې ته دوام ورکړي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي، صدراعظم عمران خان او یو شمېر نور چارواکي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي دفتر نن اعلان وکړ چې د پاکستان صدراعظم عمران خان به تر هغو چې سرپرست صدراعظم نوي ټاکل شوی، د صدراعظم په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

خو د ولسمشر دفتر ونه‌ویل چې سرپرست صدراعظم به کله ټاکل کېږي او نوي انتخابات به کله ترسره کېږي، خو د ولسمشر دغه بیان دا معنی لري چې په درې میاشتو کې به انتخابات ترسره کېږي.

د پاکستان ولسمشر پرون وروسته له هغې چې صدراعظم عمران خان ورته د مرکزي پارلمان یا قامي اسامبلې د ړنګولو سپارښتنه وکړه، سمدستي مرکزي پارلمان ړنګ کړ.

د اپوزېسیون ګوندونه د عمران خان دغه اقدام غیر قانوني بولي او ویلي یې دي چې دغه قضیه به سترې محکمې ته وړاندې کړي.

د سترې محکمې چارواکو ویلي چې نن به د پارلمان اړوند پرمختګونه وڅېړي او په دې اړه به چې ایا وروستي اقدامات د اساسي قانون خلاف و کنه، پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې وه چې پرون په مرکزي پارلمان کې عمران خان ته د بې‌باوره کېدو په اړه رایې واخیستل شي، خو د پارلمان مرستیال مشر قاسم سوري چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند غړی دی، اعلان وکړ چې په دې اړه مسوده د اساسي قانون خلاف ده او په دې توګه د عدم باور د بهیر مخه ونیول شوه.