د پاکستان حکومت د کابینې دفتر: عمران خان نور صدراعظم نه‌دی

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان حکومت د کابینې دفتر اعلان کړی چې عمران خان نور صدراعظم نه‌دی.

دا خبره د کابینې دفتر یکشنبه په یوه اعلامیه کې کړې ده.

علت‌یې دا راوړی چې ولسمشر عارف علوي د پاکستان پارلمان منحل کړی دی.

په بیان کې زیاته شوې چې د اساسي قانون له مخې د پارلمان تر منحل کېدو وروسته صدراعظم هم له خپلې دندې لیرې کېږي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي پرون د صدراعظم عمران خان په غوښتنه د دغه هېواد پارلمان منحل کړ.

عمران خان دا غوښتنه د مخالفو ګوندونو د عدم اعتماد د رایې په غبرګون کې کړې وه.

یکشنبه د پارلمان مرستیال هم د مخالفو ګوندونو له‌خوا د عدم اعتماد رأی‌ګیري ناقانونه وبلله او مجلس یې وځنډاوه.

د پاکستان ستره محکمه به د دې ټولو سیاسي ناندریو په اړه نن دوشنبه یوه غونډه دایروي.