سالنګونو کې یوې ټرافیکي پېښې درې کسان ووژل

ارشیف، سالنګونه

په سالنګونو کې یوې ټرافیکي پېښې درې کسان وژلي دي.

د باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې پېښه یکشنبه ناوخته د جنوبي سالنګ په اولنګ سیمه کې شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس عبدالله عبید ویلي چې یوه لوی بار وړونکي موټر د چپه کېدو پر وخت یو مسافر وړونکی سراچه موټر لاندې کړی دی.

په پېښه کې د مسافر وړونکي موټر درې سورلۍ وژل شوي او موټر یې بشپړ له‌منځه تللی دی.