افغان جاپان روغتون: د روغتیا سازمان له تړون سره مو ستونزې تر ډېره هوارې شوي

د افغان جاپان روغتون

د افغان جاپان روغتون چارواکي وايي د روغتیا نړیوال سازمان ورسره تړون لاسلیک کړی او د دوی ستونزې تر ډېره هوارې شوي.

مخکې راپورونه و چې د افغان جاپان روغتون د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

د افغان جاپان روغتون په کابل کې د کرونا د ناروغانو د درملنې یو لوی او اصلي مرکز دی.

د دغه روغتون مشر زلمي رشتیني ازادي راډیو ته وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ورسره د پنځو میاشتو لپاره د مالي ملاتړ په هدف تړون لاسلیک کړی دی.

د هغه په خبره د دغه تړون په اساس د افغان جاپان روغتون د ډاکترانو او کارکوونکو معاشونه او نورې اړتیاوې اجرا کېږي.