د پاکستان پارلمان ړنګېدل؛ ستره محکمه‌یې په اړه پرېکړه کوي

د پاکستان ستره محکمه

وروسته له هغې چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي د صدراعظم عمران خان په سپارښتنه د دغه هېواد پارلمان ړنګ کړ، د پاکستان د سترې محکمې یوه جګپوړي غړي ویلي چې د سترې محکمې رئیس به په څو ساعتونو کې په دې اړه پرېکړه وکړي.

په پارلمان کې د اپوزېسیون ګوندونو چې د عمران خان وروستي اقدامات‌یې غیر قانوني بللي، ویلي چې حقوقي ټیمونه‌یې پر دې کار کوي چې دغه قضیه سترې محکمې ته وړاندې کړي.

وروسته له هغې چې د ملي اسامبلې مرستیال قاسم سوري چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف پاکستان ګوند غړی دی، عمران خان ته د بې‌باورۍ رایې ورکولو مسوده رد کړه او ویې‌ویل چې دغه حرکت د اساسي قانون خلاف دی، د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو خبریالانو ته وویل چې د دې پرېکړې په وړاندې به د اعتراض په توګه په پارلمان کې پلتۍ ووهي او دغه قضیه به سترې محکمې ته یوسي.

بلاول بوټو

عمران خان د پارلمان د مرستیال مشر له پریکړې وروسته په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې ولسمشر ته وړاندیز کوي چې ملي اسامبله او څلور ایالتي پارلمانونه منحل کړي او زیاته‌یې کړه چې د پارلمانونو تر ړنګېدو وروسته به سرپرست حکومت جوړ او د نویو انتخاباتو لپاره به نېټه مشخصه شي چې د ده په وینا خلک وکړای شي د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.

هغه بیان چې د پاکستان د ولسمشر دفتر د عمران خان د سپارښتنې د منحل کېدو په اړه خپور کړی، دا معنی لري چې په درېیو میاشتو کې به انتخابات ترسره کېږي.

په پام کې وه چې د پاکستان ملي اسامبله نن عمران خان ته د بې‌باورۍ په اړه د رأی ورکولو لپاره بحث وکړي او بیا رایې واخلي.

عمران خان چې د تحریک انصاف د ګوند یو شمېر غړو یې له دې ګوند څخه انصراف کړی، په ملي پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړی و او که نن د دغې ۳۴۲ کسیزې اسامبلې ۱۷۲ غړو یې پر ضد رایې ورکړې وی نو اړ و چې د صدراعظمي له څوکۍ لیرې شي.

عمران خان د امریکا متحده ایالات تورن کړي چې د ده د حکومت د پرځولو لپاره‌یې د پاکستان د مخالفینو ملاتړ کړی دی، هغه تور چې امریکایي چارواکو رد کړی دی.