د روسي ځواکونو شاتګ؛ د فرانس پرس خبریالانو د بوچا واټونو کې ۲۰ مړي لیدلي

کیف ته نږدې د بوچا ښارګي په واټونو کې پراته مړي

د روسي ځواکونو له شاتګ وروسته د فرانس پرس خبري اژانس خبریالانو کیف ته نږدې د بوچا ښارګي په واټونو کې لږترلږه د ۲۰ تنو مړي لیدلي دي.

خبریالان وايي چې په وژل شویو کې د یوه تن لاسونه تړل شوي دي. په موندل شویو مړو کې د یوه بې‌درکه شوي عکاس جسد هم شامل دی.

اوکراین اعلان کړی چې د کیف او چرنیهیف ښارونو شااوخوا سیمې یې له روسي ځواکونو څخه بېرته نیولي.