د پاکستان پارلمان نن د صدراعظم عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کوي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

نن یکشنبه د پاکستان په پارلمان کې د صدراعظم عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کېږي.

عمران خان بېګا د کابینې د وزیرانو او ګوندي ملګرو په یوه غونډه کې امریکا او خپل داخلي مخالفین تورن کړل چې د ده د لیرې کولو لپاره‌یې توطئه جوړه کړې ده.

امریکا تر دې خبرو مخکې د پاکستان حکومت تورونه بې‌بنسټه بللي.

د خان مخالفینو هم ویلي چې دی په واک کې د پاتې کېدو لپاره پلمې لټوي.

په پارلمان کې د عمران خان مخالفینو ویلي چې د هغه د لیرې کولو لپاره‌یې ۱۷۲ کافي رایې ټولې کړي، خو خان بیا بېګا ډاډ څرګند کړ چې بریا به د ده وي.