د طالبانو تر واکمنۍ لاندې هلمند کې کروندګرو د کوکنارو لومړی حاصل واخیست

ارشيف، هلمند کې د کوکنارو حاصل ټولول

د طالبانو تر بشپړې واکمنۍ لاندې د هلمند کروندګرو د کوکنارو لومړی حاصل ټول کړ.

په یوه وېډیويي راپور کې چې اسوشیټډ پرس خبري اژانس برابر کړی ښکاري چې د نادعلي د کوکنارو له کروندو بزګر حاصل ټولوي او د کوکنارو په یوه لویه کرونده کې لسګونه کارګر د شیرې د راټولولو په حال کې دي.

دا سیمه یو وخت د ناټو له ملاتړ برخه‌من افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې لومړۍ کرښه وه.

سره له دې چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د کوکنارو د مخنیوي ژمنې کړې وې، خو لا هم په پراخه کچه کوکنار کرل کېږي.

د محب‌الله په نوم یو بزګر وايي هلمند ته په نورو ولایتونو سربېره ان له پاکستانه هم نېش وهونکي ورځي.

دی وايي: "دلته بیا کوکنار یا تریاک تر ټولو ولایتونو زیات کرل کېږي، حتی د پاکستان خلک هم راځي، د نورو ولایتونو خلک هلمند ته راځي. دلته خپل ځان ته یوه روزي پیدا کوي. نېش وهي. غربت پسې اخیستي دي. د افغانستان حالات اوس ورځ تر بلې په خرابېدو دي سمېږي نه."

ارشيف، هلمند کې کرل شوي کوکنار او کروندګر

سره له دې چې بزګر د کوکنارو په کرکېلو کې سخت کار کوي، خو ګېله‌من دي چې ګټه‌یې نورو ته رسېږي.

سهارګل چې د کوکنارو له بوټو شیرې ټولوي وايي: "ګټه خو یې نورو خلکو ته رسېږي. زموږ خو خالي بزګري ده. زموږ نو څلورمه برخه ده. هغې ته هم پورونه کوو. د حاصل تر وخته څه ګټه وټه پورونو کې رانه ځي."

د حاصل د راټولولو په موسم کې چې شااوخوا دوه اوونۍ وي هر کارګر ته د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

کیفیت ته په کتو بیا هره کیلو تریاک شپږ زره تر ۱۰ زره افغانۍ پلورل کېږي.

په دغې وېډیو کې ښکاري چې په نادعلي کې د کوکنارو کروندې ته نږدې په یوه لویه خونه کې بزګران ټول دي. څوک چای او ډوډۍ خوري، خو یوه ډله بیا د کوکنارو ټوله شوې شیره تلي او په کڅوړو کې یې اچوي.

سورګل چې د حاصل د تللو مسؤلیت لري وايي اوسنی حکومت پرې کار نه‌لري: "پخوا خو زموږ تریاک حکومت ماتول. هېڅ شی یې هم نه‌راکول. ټول خلک به ستړي شول. د اوس حکومت خو نه د چا کښت ته درېدلی او نه‌یې چاته تکلیف رسولی دی."

ارشيف، هلمند کې د مخکېني حکومت د سرتېرو له‌خوا د کوکنارو د کروندو ويجاړول

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) د راپور په اساس تېر کال افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی و. د کوکنارو محصولات د دغه هېواد د اقتصاد ۱۱ فیصده برخه جوړوله.

د راپورونو په اساس د جګړې په کلونو کې طالبانو د مخدره موادو له قاچاقچیانو څخه د درنې مالیې په اخیستلو ګټه پورته کوله او د جګړې د مخته وړلو یوه لویه تمویلوونکې سرچینه‌یې د کوکنارو کرکېله وه.