د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان ماشومانو ترمنځ د شري ناروغي مخ په زیاتېدو ده

ارشیف، په بادغیس کې په شري ناروغۍ اخته بستر شوي ماشومان

د افغان ماشومانو ترمنځ د شري ناروغۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان کړې ده.

د دغه سازمان د شمېرو په اساس روان میلادي کال لږ تر لږه ۴۳ زره افغان ماشومان په شري اخته شوي چې له ډلې یې ۲۱۴ ماشومان مړه شوي هم دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د دغو مړینو ۹۷ سلنه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او د تېر کال په مقایسه دا شمېره ډېره لوړه تللې.

د روان کال د مارچ په نیمایي کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري ضد واکسین کمپاین پیل کړ، خو د دې ادارې یوه چارواکي ویلي، له دې چې کمپاین یوازې ۱،۲ میلیونه افغان ماشومان تر پوښښ لاندې راوستي، دا شمېر خورا کم دی.

ارشیف، یوه افغان ماشوم ته د شري ناروغۍ ضد واکسین تطبیق

د افغانستان عامې روغتیا وزارت یوه ویاند د بریتانیا ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي، دوی پلان لري چې په راتلونکو میاشتو کې د واکسیناسیون هڅې چټکې کړي.

اخوا د طالبانو د سیاسي دفتر مسؤل سهیل شاهین چې د دوی له‌خوا د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ ته هم معرفي شوی پرون د ملګرو ملتونو له یوه لوړپوړي چارواکي سره لیدلي.

شاهین په خپل ټویټر لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د بشري چارو مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیټس سره په لیدنه کې یې په روغتیا، پوهنې، بشري مرستو او ګڼو نورو مسئلو خبرې کړي.

ښاغلي ګریفیټس د پرونۍ لیدنې په اړه لا څه نه‌دي ویلي، خو تېره پنجشنبه‌یې جنوا کې د افغانستان د مرستو کنفرانس ته وویل چې افغانان سختو مرستو ته اړتیا لري.

دی زیاتوي: "ډېری خلک په ځانګړي ډول زده‌کړو ته د نجونو د لاسرسي د محدودولو له وروستۍ پرېکړې مأیوسه شوي دي. او زه هم دې مأیوسي کې ځان په بشپړ ډول شریکوم. مګر سره له دې هم وایم چې هیله ده مه‌پرېږدئ افغانان یو ځل بیا وځورېږي. دوی مرستې ته سخته اړتیا لري. مرستې مه‌کموئ."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د بشري چارو مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږی کوونکی مارتین ګریفیټس

ناوړه اقتصادي وضعیت تر ټولو زیات واړه ماشومان زیانمن کړي. اکثر له خوارځواکۍ سره مخ دي چې د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) په خبره دې ناروغۍ د افغان ماشومانو د معافیت سیسټم کمزوری کړی.

د معافیت سیسټم کمزورتیا د دې لامل شوی چې افغان ماشومان تر بل هر وخت اوس د شري له وژونکي ناروغۍ سره مخ شي.

د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ په خبره د ماشومتوب د دورې وژونکې ناروغۍ اوس بیا افغانستان کې راڅرګنده شوې او د روغتیاپالانو په خبره پخوا د شري/سرخکان دومره لویه کچه باندې نه‌و لیدل شوی.