د سره صلیب یو کاروان نن یو وار بیا د اوکراین ماریوپول ښار ته سفر کوي

اوکراین کې د سره صلیب یو شمېر کارکوونکي

د سره صلیب یو کاروان نن یو وار بیا د اوکراین ماریوپول ښار ته سفر کوي چې نن له دغه کلابند شوي ښار څخه د ملکیانو وتلو ته زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړ چې روسي ځواکونو له پلازمېنې کیف بهر په ټولو هغو ساحو کې چې ترې وځي، د ماینونو په کرلو سره بشپړه غمیزه رامنځته کړې ده.

د سختې جګړې په نتیجه کې د ازوف سیند بندر هم ویجاړ شوی چې ګومان کېږي په زرګونو کسان به هلته وژل شوي او په زرګونو نور به ترې تښتېدلي وي. په دې ځای کې په زرګونه کسان له خوړو او اوبو بې‌برخې پاتې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې پرون یوه ډله ولېږله څو د اوکراینیانو د ۵۴ بسونو او نورو شخصي وسایطو کاروان بدرګه کړي، خو دغه کاروان بېرته ستون شو، ځکه د دوی سفر د سختو شرایطو له کبله بشپړ نه‌شو.

سور صلیب وايي، دوی به نن شنبه بیا هڅه وکړي په خوندي ډول د ملکیانو د وتلو لپاره اسانتیا برابره شي.