د اوکراین ولسمشر: روسي ځواکونه د بشپړې غمیزې د ایجاد په حال کې دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي خبرداری ورکړی چې د پلازمېنې کیف په شااوخوا کې روسي ځواکونه چې د شاتګ په حال کې دي، د بشپړې غمیزې د ایجاد په حال کې دي.

زلنسکي تېره شپه د اوکراین وګړو ته په خپله وېډیويي وینا کې وویل چې روسي ځواکونو د اوکراین په ډېرو برخو کې حتی د ده په وینا د کورونو په شااوخوا او مړو کې ماینونه ایښي دي.

د اوکراین ولسمشر خبرداری ورکړ چې په کلابند شوي ښار ماریوپول کې انساني بحران په ژور کېدو دی.