هرات ښار کې دوو چاودنو ۴ کسان وژلي او ۲۸ نور ټپیان کړل

ارشیف، هرات ښار کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

په هرات ښار کې پرون په دوو چاودنو کې ۴ کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شول.

د طالبانو استخباراتي چارواکي وايي چې دواړه چاودنې پرون د ماښام په شپږو بجو د هرات ښار د جبرئیل ناحیې په یوه تفرېحي پارک کې وشوې.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو یو چارواکي ثابت هروي له پېښې وروسته له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او ویې‌ویل چې چاودنې هلته د ایښودل شویو ماینونو له کبله شوې دي.

ښاغلی هروي زیاتوي: "بمونه په هغه ځای کې ایښودل شوي وو. هلته یو دوه نور بمونه هم موندل شوي دي چې زموږ د تخنیکي ټیمونو له‌خوا به والوزول شي."

له دې وروسته بېګا ناوخته اسوشیټډ پرس خبري اژانس د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس نعیم‌الحق حقاني له قوله خبر ورکړ چې طالبانو په سیمه کې ایښودل شوي دوه نور ماینونه شنډ کړل.

د حوزوي روغتون یو چارواکي وویل چې هرات امبولانس په دې غبرګو چاودنو کې ۴ وژل شوي کسان او ۲۸ تنه ټپیان روغتون ته انتقال کړي، خو په ځینو راپورونو کې د مړو شمېر پنځه او د ټپيانو شمېر ۲۵ تنه ښودل شوی دی.

سرچینې چې د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط‌یې له ازادي راډیو سره خبرې کولې زیاته کړه چې مړه او ټپیان ټول نارینه دي. یادې سرچینې زیاته کړه چې ښايي د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

د دې چاودنو مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی، خو اسلامي دولت ډلې یا داعش په افغانستان کې د مخکېنیو بمي حملو پړه منلې ده.