اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په هدف خبرې بیا پیل شوې

ارشیف، استانبول ښار کې د روسیې او اوکراین مرکچیانو مخامخ خبرې

په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په هدف خبرې پرون یو ځل بیا پیل شوې.

د دې مذاکراتو خبر څلور ورځې وروسته له هغه ورکول کېږي چې د روسیې او اوکراین مرکچیانو د ترکیې په استانبول ښار کې مخامخ خبرې پیل کړې.

د روسیې د مرکچیانو مشر ولادیمیر میدینسکي پر خپله تلګرام پاڼه ولیکل چې دوی خپلو خبرو ته د وېډیو کنفرانس له لارې دوام ورکوي.

میدینسکي زیاته کړه چې د کریمیا او دونباس په برخه کې د روسیې دریځ نه‌دی بدل شوی.

د خبرو د نوي پړاو په درشل کې د اوکرایني پلاوي مشر دیویداراخامیا وویل چې ترکیه او جرمني وړاندیز کړی چې د د دواړو خواوو ترمنځ د احتمالي موافقې په صورت کې د امنیتي ضمانت کوونکو رول ولوبوي.