د بې وزلۍ له کبله ګڼ افغانان د روژې میاشتې ته اندیښمن دی

Your browser doesn’t support HTML5

د تیر کال اګست میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدو راهېسې افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ دی. ملګرو ملتونو په وروستیو کې په وار وار ویلي چې دا مهال افغانستان کې ګڼ خلک له لوږې سره مخ دي. نړیوالې ادارې وايي چې سلګونه زرو افغانانو په وروستیو څو میاشتو کې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي. بلخوا د طالبانو حکومت چې تر اوسه د نړۍ یو هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی، وايي چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. په دې هکله تفصیل په دې رپورټ کې چې منورشاه د اسوشیېټېډ پریس د ویډیو په مټ جوړ کړی دی.