د اوکراین چارواکي: روسي ځواکونه باید د چیرنوبیل اټمي تأسیساتو له سیمې ووځي

د چیرنوبیل د اټمي تأسیساتو سیمې ته نږدې د روسیې حملې

د اوکراین مرستیال صدراعظمه ایرینا ویریشچوک وایي، روسي ځواکونه باید د چیرنوبیل د اټمي تأسیساتو له سیمې ووځي ځکه اوکرایني ځواکونو خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د چاودېدونکو موادو د چاودنې خطر شته.

نوموړې نن په یوه پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو یې خپور کړی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې سمدستي دې د چیرنوبیل د سیمې د غیر پوځي کولو لپاره سمدستي اقدام وکړي او د ملګرو ملتونو یو ځانګړی مأموریت دې وګوماري چې هغه خطرونه کم کړي چې پخوانۍ اټمي غمیزه بیا تکرار نه‌شي.

په عین حال کې د نړیوالې اټمي انرژۍ مشر رافایل ګروسي پرون اوکراین ته لاړ چې له جګپوړو چارواکو سره د دې هېواد د اټمي تأسیساتو د خوندي کولو د مسئلې د یقیني کولو لپاره دې هېواد ته عاجلې تخنیکي مرستې ورکړي.

د اوکراین مرستیال صدراعظمې دغه‌راز وویل چې اوکراین پرون په خبرو کې له روسیې وغوښتل چې د اوکراین له جګړه‌ځپلو ښارونو، ښارګوټو او کلیو څخه د خلکو د وتلو لپاره دې د ۹۷ بشري دهلېزونو پرانیستلو ته اجازه ورکړي.