يو اېن ډي پي له نړیوالې ټولنې وغوښتل له افغانستان خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

آرشیف- یک فامیل بیجا شده داخلی در شهر کابل

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) ادارې مشر اخیم شټاینر وایي، په افغانستان کې د اقتصادي بحران پراخوالي ته په پام نړیوالې ټولنې ته په‌کار ده چې د دې هېواد ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي دغه څرګندونې افغانستان ته د سفر په ترڅ کې پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

هغه وویل، ملیونونه افغانان مرستې او پیوستون ته اړتیا لري او د طالبانو حکومت باید وضعیت ته متوجه وي.

ښاغلی شټاينر وايي: "زموږ لپاره د ملګرو ملتونو لپاره وخت اوس ډېر حساس دی او نړۍ باید د افغانستان اړتیاوې درک کړي، خو د افغانستان مشرتابه هم باید په دې پوه وي چې نړۍ په اسانۍ کولای شي نورو بحرانونو ته پام واړوي."

ښاغلي شټاینر ډاډ څرګند کړ چې د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره به په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي او زیاته‌یې کړه چې دغه پروګرام نه‌شي کولای د افغانستان له وګړو سره له مرستې ځان شاته کړي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په اوس وخت کې د افغانستان د وګړو نیمایي یې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.