نړيوال بانک د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو د بندیز له وجې د افغانستان پروژې کنګل کړې

نړيوال بانک

نړیوال بانک د ۶۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت، له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو پروژې د طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون کې کنګل کړې چې له شپږمو د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو پر زده‌کړو یې بندیز ولګاوه.

نړیوال بانک وايي د پوهنې، روغتیا، کرنې او کورني معیشت په برخو کې پروژې به د بیارغونې د صندوق تمویلوونکو هېوادونو ته یوازې هغه مهال د تأیید لپاره وړاندې شي چې نړیوال بانک او شریکان‌یې په افغانستان کې د وضعیت په اړه یو تفاهم ولري.

دا پروژې چې د افغانستان د بیارغونې د صندوق له پیسو څخه تمویلېدلې او د ملګرو ملتونو ادارو تطبیقولې، د کرنې، پوهنې، روغتیا او د کورني معیشت په برخو کې وې.

له مخکېني حکومت سره د نړیوالو له بسپنو څخه ترلاسه شوې د افغانستان د بیارغونې د صندوق پیسې د طالبانو له واکمنۍ وروسته کنګل شوې، خو د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د مارچ په لومړۍ نېټه د دې صندوق له پیسو څخه په دې څلورو برخو کې د اړتیا وړ پروژو د تمویل پلان په دې هیله تصویب کړ چې طالبان به د نجونو او هلکانو انډول تعلیم ته اجازه ورکړي.

ارشيف، کابل کې د نجونو زده‌کوونکو يو ښوونځی

نړیوال بانک پرون د منځنیو ښونځیو او لېسو د زده‌کوونکو نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز له کبله سخته اندېښنه وښوده ځکه د دې بانک د مقرراتو له مخې د افغانستان د بیارغونې د صندوق د فعالیت شرط د داسې خدماتو ملاتړ دی چې ښځو او نجونو ته له نارینه‌وو سره انډول خدمات وړاندې کړي.

نو ځکه نړیوال بانک وویل چې دا پروژې به د بیارغونې د صندوق تمویلوونکو هېوادونو ته یوازې هغه مهال د تأیید په هدف وړاندې شي چې نړیوال بانک او شریکان‌یې په افغانستان کې د وضعیت په برخه کې یو تفاهم ولري او دا ډاډ ترلاسه کړي چې د دې پروژو هدف ترلاسه کولای شي. د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا معلومه نه‌ده چې دا تفاهم به کله ترلاسه شي.

د نجونو پر تعلیم د طالبانو له بندیز وروسته امریکايي چارواکو په دوحه کې له طالبانو سره پلان شوې غونډې لغو کړې.