د روسې او اوکراین استازو په مخامخ خبرو کې څه پرمختګونه کړي

د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ مخامخ خبرې

د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ مخامخ خبرې چې پرون د ترکیې په استانبول کې ترسره شوې، یو څه پرمختګ په‌کې شوی.

که دواړه لوري یوې موافقې ته ورسېږي، ډیپلوماتان او ښایي د اوکراین او روسیې ولسمشران تر دوو اوونیو پورې سره وګوري.

اوکراین پرون وویل، دا مني چې بې‌طرفه پاتې شي. کیف له دې مخکې هڅه کوله چې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي هغه چې مسکو یې په وړاندې سخت مخالفت څرګند کړی او پر اوکراین د بې‌دلیله یرغل یو دلیل هم ګڼل کېږي.

خو د اوکراین د مرکچي پلاوي یوه غړي ډېوېډ اراخامیا په استانبول کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په اروپايي ټولنه کې یې باید څوک د هېواد د غړیتوب خنډ نه‌شي.

دی وايي: "موږ دا مسئله چې ټول ضمانت ورکوونکي هېوادونه دې په اروپایي ټولنه کې د اوکراین د شاملېدو مخالفت نه‌کوي په موافقه کې شامل کړې. په پیل کې له دې هېوادو دا غوښتنه نه‌کېږي، خو هر څومره ژر چې کېدای شي په دې ټولنه کې دې د دې هېواد دغړیتوب ملاتړ وکړي."

په عین حال کې د روسیې د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د زیاتېدو او د راتلونکو مذاکراتو لپاره د ښه وضعیت د رامنځته کېدو په خاطر پرېکړه شوې چې په کیف او چیرنییف کې دې پوځي عملیات کم شي.

په یوه بل اقدام کې څلورو اروپایي هېوادونو چې د اوکراین ملاتړ کوي، له خپلو خاورو ۴۳ روسي ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی دی.

بلجیم ۲۱، هالند ۱۷، ایرلند ۴ او چک جمهوريت یو روسي ډیپلوماتان له خاورو باسي.

دغو ډیپلوماتانو ته چې پر اکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې په جاسوسۍ تورن شوي، دوه اوونۍ وخت ورکړل شوی چې د اروپایي ټولنې له قلمرو څخه ووځي.