ځیني دولتي کارکوونکي: د ږیرې او پګړۍ نه‌لرلو له کبله وزارتونو ته د تګ اجازه نه‌لرو

ارشیف

د طالبانو په مشرۍ دافغانستان بانک او کانونو او پټرولیم وزارت یو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د یاد وزارت محتسبینو ورته ویلي چې باید خپل صورت او سیرت په شریعت برابر کړي، هغه څه چې د دوی په وینا لومړیتوب نه‌دی.

دوی وايي، نن په دوهمه ورځ هم د یاد وزارت محتسبینو دوی ته خپلو وزارتونو ته د ننوتلو اجازه نه‌ده ورکړې.

دوی ادعا کوي چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ورته ګواښ کړی چې که ږیرې پرېنږدي او پګړۍ په سر نه‌کړي ښايي له دندو وشړل شي.

د افغانستان بانک یوه کارکوونکي چې نه‌يې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله‌يې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "نن د اسلامي امارت د کسانو له لوري موږ خپل دفتر ته ځکه پرېنښودل شو چې ویل يې تاسې ږیرې لنډې کړې دي، باید اوږدې ږیرې پرېږدئ."

د افغانستان بانک

د کانونو او پټرولیم وزارت دوه کارکوونکي هم چې نه‌غواړي نومونه‌يې خپاره شي ادعا کوي چې د سې شنبې په سهار خپلو دفترونو ته د ننوتلو پر مهال د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د کسانو له‌خوا درول شوي.

دوی وايي، د یاد وزارت د محتسبینو له لوري ورته جدي سپارښتنه وشوه چې له دې وروسته باید اوږدې ږیرې پرېږدي.

تېره ورځ هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کارکوونکو رسنیو ته ویلي و چې سهار د امر بالمعروف وزارت د کسانو له لوري په دې خاطر دندو ته نه‌و پرېښودل شوي چې اوږدې ږیرې يې نه‌درلودې.

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت هم مني چې کارکوونکي يې یو شمېر وزارتونو ته ورغلي، خو وايي دولتي کارکوونکي له دندو نه‌دي راګرځول شوي، بلکې یوازې سپارښتنه ورته شوې ده.

د دې وزارت ویاند محمد صادق مهاجر د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "یوه میاشت وړاندې د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ټولو دولتي ادارو ته مکتوبونه واستول چې کومې دولتي ښځینه کارکوونکې چې کارونو ته راځي باید په حجاب کې وي او کوم نارینه چې راځي د هغوی سیرت او صورت باید د شریعت مطابق وي او هغه وخت ورته ویل شوي و چې د دغه مکتوب په تعقیب پسې هم موږ راځو، خو یو شمېر دولتي کارکوونکو د دوی سپارښتنې نه‌وې عملي کړې او پاملرنه‌يې ورته نه‌وه کړې، تېره ورځ هغوی د توصیې په هدف څو دقیقې درول شوي وو."

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت

ښاغلي مهاجر وویل نن هم د دوی محتسبین ځینو دولتي ادارو ته تللي او دولتي کارکوونکو ته‌يې په سنت طریقه د صورت او سیرت د جوړولو توصیه کړې ده.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که یاد کسان د دوی سپارښتنې ونه‌مني له کوم برخلیک سره به مخ شي؟ وویل لا يې په اړه پرېکړه نه‌ده شوې.

دا په تېرو څو ورځو کې په ولسي وګړو د طالبانو د سختو بندیزونو څومه بېلګه ده.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ طالبانو اعلان وکړ چې له دې وروسته به مېرمنې او نارینه په ګډه تفرېحي پارکونو ته نه‌ځي.

د امربالمعروف وزارت په دې اړه په یوه اعلامیه کې تفرېحي پارکونو ته د مېرمنو او نارینه‌وو لپاره ځانګړې ورځې اعلان کړې.

په دې اړه نور: طالبانو د کابل پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې

یو شمېر افغانان وايي که څه هم دا ځل فکر کېده چې ښايي طالبان د خپل تېر حاکمیت خلاف ډېر سخت‌دریځه ونه‌اوسي، خو د دوی په وینا د امر بالمعروف وزارت وروستیو فرمانونو ته په کتو د دوی دا باور ناسم ثابت شو.

د یادولو وړ ده چې طالبانو تېر ځل هم د خپلې واکمنۍ پر مهال خلکو ته د ږیرې د کمولو اجازه نه‌ورکوله او ان دا کړنه په‌کې جرم بلل کېده.