د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ د مذاکرو بل پړاو نن ترکیه کې پیلېږي

ارشیف، د روسیې او اوکراین بیرغونه

د اوکراین یو سیاستوال او د مذاکره کوونکي هیئت مشر ډېویډ اراخامیا وايي، په پام کې ده د روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ د مذاکرو بل پړاو نن دوشنبه په ترکیه کې پیل شي.

خو د روسیې د مذاکراتي ډلې مشر ولادیمیر مدینسکي په خپل ټلګرام کې ویلي چې دغه مذاکرې راروانې سې شنبې او چهارشنبې ته پلان شوې دي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل څه باندې میاشت کېږي.