د طالبانو له‌خوا د خبریالانو د نیونې موضوع بیا اندېښنې راوپارولي

یو شمېر افغان خبریالان

د افغانستان د ژورنالېستانو ملي ټولنه د طالبانو له لوري په دې وروستیو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیول کېدو په اړه اندېښنه ښیي.

دغه ټولنه د دې کار پایله ښه نه‌ګني او ټینګار یې کړی چې دا کار د رسنیو کارکوونکي نهیلي کوي او د کار له دوام‌یې راګرځوي.

د دغه ټولنې د رسنیو د برخې مسؤل مسرورر لطفي ازادي راډیو ته وویل چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو نیونې د رسنیو کورنۍ اندېښمنه کړې ده.

دی زیاتوي: "د خبریالانو نیونه او بېرته خوشې کول، په داسې حال کې چې د نیونې په تړاو یې له رسنیو سره هېڅ جزئیات نه‌شریکېږي ، د رسنیو کورنۍ یې اندېښمنه کړې ده، دا ډول کړنې به ښې نه‌وي او د رسنیو کورنۍ له نویو ستونزو سره مخ کړي، هغه ستونزې چې مخکې دوی ورسره نه‌وې مخ."

ښاغلي لطفي وویل چې طالبان باید د خبریالانو د خوندیتوب لپاره حقوقي لارې چارې ولټوي او د یو قانون پر بنسټ باید له دوی سره سم چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه اعلامیه کې په کندهار کې «زما» په نوم د راډیو د نشراتو مسؤل میرویس اتل او په کابل کې د سلام وطندار راډیو د خبریال سرور هاشمي د نیونې خبر ورکړی دی.

ارشیف، یو شمېر ښځینه خبریالانې

د دغه مرکز د معلوماتو پر بنسټ، طالبان د شنبې په ورځ سهار وختي په کندهار ښار کې د میرویس اتل په کور ورغلي او هغه‌یې له ځانه سره وړی و.

دغه‌شان د سلام وطندار راډیو خبریال سرور هاشمي چې د یکشنبې په ورځ د زده‌کوونکو د اعتراض د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللی و هم د اعلامیې پر بنسټ، پوهنې وزارت ته څېرمه نیول شوی دی.

خو په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه خبریالان له څو ساعته توقیف او له څېړنو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

د سلام وطندار راډيو د خبر څانګې مشر ګل محمد ګران، د طالبانو له‌خوا د سرور هاشمي د نیونې په تړاو ازادي راډیو ته وویل: "ښاغلی سرور هاشمي د لاریون پوښښ لپاره تللی و چې د طالب ځواکونو له‌خوا ونیول شو، له شپږو ساعتونو وروسته پرته له دې چې لامل‌یې معلوم وي، خوشې شو خو کوم زیان ورته نه‌دی رسېدلی."

د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه د اطلاع‌رسونې په برخه کې له طالبانو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې دې کار، یو شمېر خبریالان هم اندېښمن کړي دي.

دوه خبریالان چې نه‌غواړي نومونه‌یې په راپور کې د امنیتي ستونزو له امله واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "د خبریالانو او د رسنیو د مسؤلینو نیول کېدل زموږ روحیه ضعیفه کړې ده، که اسلامي امارت خپلو دا ډول کړنو ته دوام ورکړي د رسنیو ټغر به په افغانستان کې ټول شي."

ارشیف، یو شمېر افغان رسنۍ

"د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول کېدل زما لپاره سخت د اندېښنې وړ مسئله ده او اندېښمن کړی یې یم."

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر واخلو، خو د دوی ویاندویانو زموږ اړیکې راځواب نه‌کړې.

خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و چې دوی غواړي د رسنیو سرغړونو کمېسون بیا رامنځته کړي، ترڅو د "سوء تفاهمونو" مخه ونیول شي او د رسنیو هر ډول ستونزو ته رسېدنه وشي.

ښاغلي مجاهد دغه‌شان ویلي و چې دوی هر ډول سالمه نیوکه مني، خو رسنۍ دې هم له اوازو او بې‌بنسټه مطالبو له خپرولو څخه ډډه وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا څوم ځل دی چې دوی خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیسي، له دې وړاندې یې د طلوع نیوز، اریانا نیوز او یو شمېر نورو رسنیو خبریالان او کارکوونکي نیولي وو چې له ساعتونو بندي کولو او په ځینو مواردو کې د ادعاوو پر بنسټ ان له وهلو ډبلو وروسته بېرته خوشې کړي دي.