امریکا وايي تر ۵ زره ډېر افغان پناه غوښتونکي یې کاناډا ته معرفي کړي

ارشیف، له افغانستانه ایستل شوي کسان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل، تر ۵ زره ډېر افغان پناه غوښتونکي یې د کاناډا د مهاجرت پروګرام ته معرفي کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په وینا دا افغانان د مهاجرت د ځانګړو ویزو یا (اېس ای وي) په پروګرام کې شامل وو.

په همدې حال کې د کاناډا د مهاجرت، کډوالو او تابعیت اداره وايي، د امریکا له لوري ورمعرفي شوي افغانان به د متحده ایالاتو له خاورې څخه نه، بلکې له یوه درېیمګړي هېواد څخه کاناډا ته انتقال او هلته دېره کړل شي.