د ایرلنډ د کرکټ اداره له افغانستان سره د ۲۰ اوره سیالیو کوربه‌توب کوي

ارشيف، د افغانستان او ايرلنډ کرکټ لوبغاړي

د ایرلنډ د کرکټ اداره وايي چې په اګسټ میاشت کې به له افغانستان سره د ۲۰ اوره سیالیو کوربه شي.

د ایرلنډ د کرکټ د ادارې په وینا دا ۵ شل اوره سیالۍ به د ۲۰۲۲ په اکټوبر کې د ایرلنډي لوبغاړو له چمتووالي سره مرسته وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وروستی ځل د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې ایرلنډ ته د شل اوره سیالیو لپاره سفر کړی و.