افغانستان کې د وژل شوي هندي خبریال کورنۍ د نوموړي د قتل په اړه نړیوالو محکمو ته ځي

افغانستان کې د وژل شوي هندي‌الاصله خبریال دانش صدیقي د یاد مراسم

افغانستان کې د وژل شوي هندي‌الاصله خبریال دانش صدیقي کورنۍ غواړي د نوموړي د قتل په اړه نړیوالو محاکمو ته ولاړ شي.

دانش صدیقي چې د روېټرز خبري اژانس سره‌يې د تصویر اخیستونکي په توګه دنده درلوده د افغانستان د جګړې قرباني شو.

نوموړی د تېر ۱۴۰۰ لمریز کال د سرطان میاشتې په وروستیو کې د خبر جوړولو پر مهال د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې په افغانستان کې د تېر حکومت د پوځيانو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ووژل شو.

نوموړی د هندوستان اصلي اوسېدونکی و چې تر دې دمه‌يې د جګړې هېڅ اړخ د وژنې رسمي مسؤلیت نه‌دی منلی.

د محمد اشرف غني په مشرۍ مخکېني حکومت‌يې د قتل مسؤلین طالبان بللي و، خو طالبانو هغه مهال دا ادعا رد کړې وه.

د دانش صدیقي کورنۍ د سې شنبې په ورځ په یو لیک کې چې هندي رسنیو ته‌يې استولی ویلي پرېکړه‌يې کړې چې د اولاد قاتلان‌يې باید د محاکمې مېز ته راکش کړل شي.

دانش صدیقي

د هندوستان یوې رسني نیوز ۸ لیکلي: "د دانش صدیقي مور او پلار شهیده صدیقي او اختر صدیقي به د نوموړي د قتل په اړه قانوني اقدامات پیل کړي او د طالبانو د جګړې مشران او رهبران به د عدالت ته وسپاري."

خو د دغه کورنۍ له لوري د قانوني اقداماتو د څرنګوالي په اړه‌يې څه نه‌دي ویلي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د روېټرز خبري اژانس نظر هم ولرو، خو د دې راپور تر خپرېدو دغه اژانس د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ښاغلي صدیقي د کورنۍ له لوري په خپور شوي بیان کې دغه‌شان ټینګار شوی چې د خبریالانو په ګډون په ملکي خلکو حملې د طالبانو کار دی او جګړه کې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان په جګړه کې طالبان د ۷۰ زره ملکیانو د وژنې مسؤلین بلل شوي دي.

د طالبانو حکومت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې او اړیکې ځواب نه‌کړې، خو په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یوه مسؤل مطیع الله سرور د دانش صدیقي د کورنۍ د دغه اقدام هرکلی وکړ.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د دانش صدیقي د وژنې په اړه د طالبانو له وړاندې د هغه د کورنۍ د شکایت هرکلی کوو دا ځکه چې په تېر اووه میاشتو کې زیات شمېر خبریالان ووهل شول، زندانیان شول، سپکاوی يې وشو، شکنجه شول، خو یوه پېښه هم ونه‌څېړل شوه او نه‌يې دوسیو ته رسېدنه وشوه."

مطیع‌الله سرور

دانش صدیقي ته په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د هغه د غوره ژورنالېستیکو کارونو له امله د پولیترز جایزه هم ورکړل شوې ده.

افغانستان چې د ژورنالېستیکو کارونو د دوام لپاره یو خطرناک هېواد بلل کېږي په تېرو درې لسیزو کې په‌کې لسګونه افغان او بهرني خبریالان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.