د افغانستان بانک ویلي چې په پام کې لري، سبا چهارشنبه ۱۲ ملیونه امریکايي ډالر د ازادې سیالۍ له لارې په لیلام وپلوري.
دغه بانک نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې تجارتي بانکونه، د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکتونه کولای شي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د طالبانو حکومت هڅه کوي چې په دغو هڅو سره د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي. نن یو ډالر په څه باندې ۸۷ افغانیو تبادله کېده.
که څه هم د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شوی، خو خلک شکایت لري چې د خوراکي او نورو ضروري موادو بیې لا هم ټیټې شوې نهدي.