غني: افغانان باید نور بهرنیو مرستو ته سترګې ځیر نه‌کړي، بلکې خپل غم خپله وخوري

د افغانستان مخکېنی ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وایي، افغانستان اوس په یوه دوه لاره کې دی، که له تېر څخه درس واخیستل شي، سم لوري ته به حرکت وکړي کنه د تېرو ۴۰ کلونو جګړو ته به وروګرځي او دا هېواد به د نړیوالو د مرستو مستعمره شي.

اشرف غني چې څه باندې اووه میاشتې مخکې یې جمهوري نظام ته طالبانو د پای ټکی کېښود او له هېواده ووت، دغه څرګندونې پرون د نوروز په مناسبت یوه وینا کې چې په خپله فېس‌بوک پاڼه کې ایښي، وکړې.

نوموړي په دغه وینا کې له اوسني حالت څخه د افغانستان د وتلو لپاره د اوو مهمو ټکو یادونه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د نړیوالو پام اوس په اروپا کې د جګړې بل شوي اور ته اوښتی او د افغانستان خلک باید نور بهرنیو مرستو ته سترګې ځیر نه‌کړي، بلکې خپل غم باید په خپله وخوري.

اشرف غني وویل: "هره افغانۍ چې موږ په خپله ګټو، له یوې صدقې یا مرستې نه‌یې ارزښت ۱۰ چنده زیات دی، نو لازمه ده چې په دې برخه کې ملي اراده ټینګه شي او موږ ملا دې ته وتړو چې افغانستان هوسا کوو، ابادوو یې، تلپاتي ثبات ته‌یې ان‌شاءالله او تعالی رسوو."

اشرف غني زیاته کړه چې په افغانستان کې اوس جګړه درېدلې، خو د تلپاتې او باعزته سولې لپاره باید هڅې وشي. پر هغې مسئلې چې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د هڅو په برخه کې ډېر ټینګار کاوه.

اشرف غني د دې ترڅنګ دغه‌راز په کراتو کراتو په دې هم ټینګار کړی و چې قدرت به د انتخاباتو له لارې منتخب حکومت ته سپاري، خو د تېر کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له‌خوا د کابل له نیولو وروسته دا هر څه په اوبو لاهو شول.

اشرف غني په دې وینا کې که څه هم د طالبانو د حکومت نوم وانه‌خیست، خو ظاهراً یې دې حکومت ته په اشاره وویل چې واک باید پر محدودو کسانو پورې محدود پاتې نه‌شي، بلکې ولس ته ولېږدول شي کنه د ده په خبره دغه حالت به موږ بیا یوې خطرناکې جګړې ته سیخ کړي.

اشرف غني همدارنګه د کورني مشروعیت موضوع ته هم اشاره وکړه هغه موضوع چې د طالبانو د سرپرست حکومت په اړه د نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو سره جوخت ډېره مطرح کېږي.

اشرف غني وویل، ملي مشروعیت له سیمه‌ییز او نړیوال مشروعیت څخه مهم دی چې هغه باید د یوې داخلي اجماع له لارې ترلاسه شي او ولس خپل راتلونکی نظام په خپله وټاکي.

ښاغلي غني پر همدې د ملي اجماع پر مسئلې له طالبانو سره د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د هڅو په جریان کې او له دې ډلې سره د واشنګټن د سولې د تړون له لاسلیک وروسته ډېر ټينګار کاوه.

ښاغلي غني له طالبانو سره د سولې لپاره د یوې ملي اجماع جوړېدل مهم بلل او انتخابات‌یې هم د قدرت د سوله‌ییز انتقال یو مهم اصل باله.

یو شمېر لوري نوموړی په دې تورنوي چې که له افغانستانه نه‌وی وتلی، ښایي په هېواد کې په اوسنۍ کچه ستونزې نه‌وی رامنځته شوې، خو نوموړي مخکې ویلي و چې د زیاتې وینې تویېدو د مخنیوي لپاره له هېواده ووت.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نړیوالو له دې هېواد سره مرستې بندې کړې او د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه‌نیم ميلیاره ډالره شتمني هم په بهر کې کنګل شوې، خو په افغانستان کې بشري ناوړه وضعیت ته په کتو چې نږدې د دې هېواد ټول وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، نړیوالو مرستندویه ادارو په دې هېواد کې له په ملیونونو اړو کسانو سره بشري مرستې پیل کړې دي، خو تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.