د پاکستان د ملي پارلمان ولسي جرګه عمران خان ته د عدم اعتماد په اړه رایې اخلي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان د ملي پارلمان ولسي جرګې پرېکړه کړې چې د راتلونکې جمعې په ورځ د مارچ په ۲۵مه به د پاکستان صدراعظم عمران خان ته د عدم اعتماد په اړه رایې اخلي.

دا به له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې عمران خان د صدراعظم په توګه کار پیل کړی، د نوموړي په وړاندې تر ټولو سخته ازموینه وي.

عمران خان ته د عدم اعتماد په اړه د رایې اخیستو اعلان د ولسي جرګې رئیس وروسته له هغې وکړ چې په دې جرګه کې د مخالفو ګوندونو اتحاد تېره میاشت د عمران خان په وړاندې یوه لایحه وړاندې کړه او ویې‌ویل چې هغه په پارلمان کې اکثریت له لاس ورکړی ځکه د خپل ګوند، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند شااوخوا ۱۰ غړو یې له دې ګونده انحراف کړی دی.

دغه انحراف د دې سبب شوی چې عمران خان له ۱۷۲ څوکیو څخه چې په پارلمان کې د اکثریت لپاره اړینې دي، لږترلږه ۱۲ څوکۍ کمې ولري.

په دې جرګه کې اپوزېسیون ګوندونه په ګډه ۱۶۳ څوکۍ لري، خو که له پي ټي ای څخه اکثره وتلي غړي د عدم اعتماد په اړه د رایې اخیستو په مهال ورسره یوځای شي، نو به اکثریت خپل کړي.

اپوزېسیون عمران خان د اقتصاد او بهرني سیاست په ناسم مدیریت تورن کړی، خو نوموړي دغه تورونه رد کړي دي.

تر اوسه د پاکستان هېڅ یوه صدراعظم خپله کاري دوره بشپړه سر ته نه‌ده رسولې.

عمران خان په دې وروستیو کې په یوه غونډه کې پر هغو وکیلانو چې له ګوند څخه‌یې لاره جلا کړې غږ وکړ چې بېرته ګوند ته ورستانه شي.

هغه وویل، که بېرته راستانه شئ نو وبه‌بخښل شي لکه د ده په خبره پلار چې خپل اولاد بخښي.