په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت په جوړېدو د هند او جاپان ټینګار

د هند او جاپان صدراعظمان

هند او جاپان په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت په جوړېدو، د بشري حقونو په ساتنه او ودې او په دې هېواد کې د بشري ناورین په پای ټینګار کړی.

دواړو لورو ویلي، په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتلو لپاره د نږدې همکارۍ اراده لري.

د جاپان صدراعظم فومیو کیشیدا چې په دوه ورځني سفر نوې ډېلي ته تللی، له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره کتنه کې یې د بحث یوه موضوع افغانستان و.

دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې چې د دې لیدنې وروسته خپره شوه لیکلي، د دواړو هېوادونو د مشرانو په ګډه ناسته کې په افغانستان کې د همه‌شموله حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو په خوندیتوب او ودې او تر خوا یې په دې هېواد کې د بشري ناورین په پای خبرې شوي.

اعلامیه کې لیکل شوي، مودي او د هغه جاپاني سیال ویلي، په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتلو لپاره د نږدې همکارۍ اراده لري.

اعلامیه زیاتوي، "دوی (مودي او کیشیدا) په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲،۵۹۳ پرېکړه‌لیک په عملي کېدو ټینګار کړی."

ارشیف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا

په دې پرېکړه‌لیک کې راغلي، د افغانستان خاوره دې د ترهګرو د پناه‌ځایونو، روزنې، پلان جوړولو او تمویل لپاره نه‌کارول کېږي.

هند واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، اندېښمن دی چې پاکستان پر طالبانو له خپل نفوذ په ګټې اخیستو، له افغانستان سره د هندوستان تاریخي اړیکو ته زیان ونه‌رسوي.

خو طالبانو له وړاندې ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي پر ضد استعمال نه‌شي او د دوحې په هوکړه کې هم طالبانو ترهګرو ډلو ته د ځای نه‌ورکولو او له دوی سره د اړیکو د شلېدو ژمنې کړې دي.

هند او جاپان له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو په لومړي سر کې راځي چې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او جرمني وروسته‌یې په مالي او رغنیزه برخه کې له افغانستان سره ډېره همکاري کړې.

د طالبانو حکومت هم په افغانستان کې د هند او جاپان مثبت رول ته قایل دی او ترې هیله لري چې د دوی په اړه منفي ذهنیت ونه‌لري.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "موږ هغو هېوادونو ته چې له افغانستان سره مرسته کول غواړي، د افغانستان ستونزو ته د رسېده‌ګۍ لارې چارې لټوي او په دې اړه مثبت نظر لري، هرکلی یې کوو او تأییدوو یې. له دوی غواړو چې د افغانستان په اړه مثبت ذهنیت ولري او موږ هم متعهد یو چې له ټولو سره ښې اړیکې تأمین کړو."

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځلي واکمنېدو وروسته، له لومړۍ ورځې تر ننه پر دوی نیوکه کېږي چې حکومت‌یې همه‌شمول یا ټول‌ګډونه نه‌دی، بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه‌یې تر پښو لاندې کړي او تر خوا د خلکو ډېرې ازادۍ سلب کړي، خو طالبان دا ټول ردوي او وايي، نظام‌یې د اسلام شریعت سره برابر دی.

هغه نظر چې لا یې روښانه تعریف نه‌دی وړاندې شوی او دا هم نه‌ده معلومه چې طالبان د افغانستان د راتلونکي په اړه څه ډول سیاسي لیدلوری لري.