زلنسکي: د ماریوپول ښار محاصره به د روسي پوځ د جنایت په خاطر تاریخ کې ثبت شي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، د ماریوپول ښار محاصره به د روسیې د پوځ د جنایت په خاطر په تاریخ کې ثبت شي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، زلنسکي نن (یکشنبه) سهار د اوکراین ملت ته په یوه وېډیويي وینا کې وویل، هغه کار چې له یوه سوله‌ییز ښار سره غاصبانو وکړ، ترور دی او په پېړیو به له ذهنونو ونه‌وځي.