د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې تقریباً ۱،۲۰۰ افغان ښوونکي وروزل

ارشیف، د افغانستان د یوه ښوونځي په یوه ټولګي کې ښوونکی او زده‌کووکي

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، له نومبر میاشتې راهیسې چې په سړو سیمو کې ښوونځي رخصت وو، دوی تر زرو زیات ښوونکي وروزل.

د سویډن کمېټې د تعلیم او تربیې د پروګرام مسؤل محمد طاهر عصمت پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "تقریباً ۱،۲۰۰ ښوونکي چې شااوخوا ۳۵ فیصده‌یې ښځې دي، په بېلابېلو پروګرامونو کې شامل کړای شول او ظرفیتونه‌یې لوړ شول."

په افغانستان کې د سویډن کمېټه وايي دوی په افغانستان کې یو لک ماشومانو ته کتاب، قرطاسیه او ښوونکو ته‌یې معاش برابروي.

دغه کمېټه هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې له ۵ تر ۱۰ پورې د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو تمویل پر غاړه اخلي.