د بریتانیا صدراعظم خبرداری ورکړ چې لوېدیځ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر اوکراین د هغه تر بېدلیله جګړې وروسته خپلې اړیکې عادي حالت ته راونهګرځوي.
بورېس جانسون پرون د محافظهکار ګوند کنفرانس ته په خبرو کې وویل، هغسې چې مو په ۲۰۱۴م کال کې له پوتین سره خپلې اړیکې بېرته عادي حالت ته راګرځولې وې، بیا به هغه تېروتنه ونهکړو، دا هغه لار ده چې په مرستهیې باید پوتین ناکام شي.