فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشحاله او افغانستان د ناخوښو هېوادونو په سر کې راغلل

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د ملګرو ملتونو په ملاتړ په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، فنلنډ د پنځم کال په مخه په پرله‌پسې ډول د نړۍ تر ټولو خوشحاله هېواد بلل شوی دی، خو افغانستان د ناخوښو هېوادونو په سر کې دی.

په دې کلني راپور کې د ۱۴۶ هېوادو په اړه نظر څرګند شوی دی. د راپور له مخې بلغاریا، رومانیا او صربیا هغه هېوادونه ګڼل شوي چې د خوشحالۍ په لور یې ستر ګامونه اخیستي دي.

د نړۍ د خوشحالۍ د کچې د معلومولو راپور دا ۱۰م کال دی په پرله‌پسې توګه خپرېږي.

دا راپور د یوه هېواد د استوګنو د تشخیص، همداراز د همدې هېواد د اقتصادي او اجتماعي وضعیت د بنسټ له مخې جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې دغه وروستی راپور سره له دې چې تازه خپور شوی دی، خو مخکې تر دې چمتو شوی و چې روسیه پر اوکراین برید وکړي.

د خوشحاله هېوادونو په ډله کې تر فنلنډ وروسته ډنمارک راغلی دی، ایسلنډ درېیم، سویس څلورم او هالنډ پنځم ځای خپل کړی دی.

په ناخوښو هېوادونو کې له افغانستانه وروسته د لبنان او ونزوئلا نومونه راغلي دي.