د روغتیا نړیوال سازمان: د شري ضد واکسین لړۍ د هرات کهسان ولسوالۍ ته ورسېده

ارشیف، یوه افغان ماشوم ته د شري ضد واکسین تطبیق

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اېچ او) وايي چې د شري پر ضد د واکسین لړۍ د هرات ولایت په کهسان ولسوالۍ کې د کوچیانو ماشومانو ته رسېدلې ده.

په یوه بیان کې چې پرون پر ټویټر خپور شو دغه سازمان ویلي، پر خپلو روغتیاپالانو ویاړي چې هغه ځای ته ورسېدل چې مخکې څوک نه‌و رسېدلي څو دا یقيني کړي چې د شري له واکسین څخه به هېڅ افغان ماشوم محروم نه‌پاتې کېږي.