امریکا: طالبانو دې د خبریالانو نیول او وېرول بند کړي

ارشیف، د طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون یوه برخه

که څه هم طالبانو د طلوع خصوصي ټلوېزیون وروستی ژورنالېست هم پرون خوشې کړ، خو په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت او د بیان د ازادۍ په اړه اندېښنې پر ځای پاتې دي.

طلوع پر ټویټر تأیید کړې ده چې د دې ټلوېزیون د خپرونو چلوونکی بهرام امان خوشې شوی دی.

د طالبانو د حکومت استخباراتو مخکې له دې د دې رسنۍ د خپرونو مسؤل خپلواک ساپی او حقوقي مشاور هم نیولي او بېرته‌یې خوشې کړي وو.

د افغانستان لپاره په قطر کې دېره د امریکا سفارت شارژدافیر پرون وویل چې متحده ایالاتو له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو نیول او وېرول بند کړي.

روېټرز خبري اژانس د یان مککېري له قوله زیاتوي چې دی وايي متحده ایالات له ملګرو ملتونو سره د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او د هغوی د وېرولو په اندېښنه کې شریک دی.

د امریکا شارژدافیر ویلي چې دا کار له هغو ژمنو سره په تضاد کې دی چې طالبانو په خپلو څرګندونو کې کړې دي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما هم پر ټویټر د دې خبریالانو پر نیولو اندېښنه ښکاره کړه او د هغوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه‌یې وکړه.

په دې اړه نور: د خبریالانو د خوندیتوب نړیواله کمېټه: طالبان دې د خبریالانو د نیولو لړۍ ژر ودروي

په همدې حال کې د طالبانو د استخباراتو په نوم د ټویټر په یوه پاڼه کې پرته له دې چې د طلوع نیوز یا د دې ټلوېزیون د کارکوونکو نومونه یاد شي، ظاهراً د دې موضوع وضاحت خپور شوی.

په بیان کې ویل شوي، ځینو رسنیو داسې مواد خپرول چې د ټولنې دیني احساسات‌یې مجروح کول، د هېواد ملي امنیت ته‌یې ګواښ کاوه او فتنه‌ګرو عناصرو ته‌یې د طالبانو د حکومت پر ضد د پروپاګند او تخریبي اعمالو لپاره بهانه په لاس ورکوله.

بیان زیاتوي د طالبانو د حکومت اړوندو ارګانونو له دې رسنیو سره پرله‌پسې ناستې وکړې او هڅه‌یې وکړه چې د تفاهم له لارې د غیر شرعي او د هېواد د ملي امنیت د ګواښونکو برنامو له نشر څخه‌یې راوګرځوي، خو په وینا یې مسئله حل نه‌شوه.

په بیان کې دا نه‌دي ویل شوي چې کوم پروګرامونه د دې باعث شول چې استخبارات دا خبریالان ونیسي، خو د بیان په پای کې پرته له دې چې د طلوع نیوز قضیه یاده شي ویل شوي چې د حکومت اړوندو ارګانونو په همدې دلیل د هېواد د ملي امنیت د ساتلو په موخه یو لړ اقدامات ترسره کړل.

د طلوع نیوز له خبریالانو مخکې د طالبانو حکومت یو شمېر نور خبریالان او د سیاسي چارو شنونکي هم نیولي او بېرته‌یې خوشې کړي.

له دې مخکې د اریانا خصوصي ټلوېزیون دوه خبریالان هم طالبانو بیولي وو چې له یوې اوونۍ توقیف وروسته‌یې بېرته خوشې کړل.