د جرمني صدراعظم له پوتین غوښتنه کړې چې پر اوکراین د حملې د درېدو امر وکړي

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتنه کړې چې پر اوکراین د مسکو د حملې د درېدو امر وکړي چې ډیپلوماتیکې حل‌­لارې او د هغه په وینا د بشري بحران د مخنیوي زمینه برابره شي.

د شولتز دفتر نن په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو مشرانو نن د یوه ساعت لپاره په اوکراین کې د روانې جګړې او د هغې د ختمېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.

له بلې خوا کرملېن په جلا اعلامیه کې ویلي چې روسیه تیاره ده چې د حل­‌لارې د موندلو لپاره د اصولي لارو چارو له مخې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.