د روان کال له پیله نږدې '۱۳،۰۰۰ نوي زېږېدلي' افغان ماشومان مړه شوي

ارشیف، په خوارځواکۍ اخته یو شمېر افغان ماشومان

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یوه غړې وايي، د روان میلادي کال له پیله په افغانستان کې نږدې ۱۳،۰۰۰ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.

په دغه سازمان کې د ارتباطاتو مدیرې بېرګیت شوارځ نن په یوه ټویټ کې ویلي، دغه ماشومان د خوارځواکۍ او په لوږې پورې د تړلو روغتیايي ستونزو له کبله مړه شوي.

د هغې په وینا دغه هېواد اړتیا لري چې مرکزي بانک‌یې فعال وي او روانې مرستې کافي نه‌دي.