تهران: ایران او افغانستان به د وسپنې د استخراج په برخه کې همکاري وکړي

ارشیف، د افغانستان او ایران ترمنځ پوله

د ایران د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، ایران او افغانستان به د وسپنې د استخراج په برخه کې همکاري وکړي.

رضا فاطمي امین د ایران عربي ټلوېزیون العالم ته په مرکه کې وویل چې ایران له افغانستان سره د وسپنې د کانونو د استخراج په اړه خبرې کړې دي.

ده وویل، د ایران د وسپنې یو ستر کان، د افغانستان په پوله کې په خاف (خواف) کې موقعیت لري او دا کان چې سنګان نومېږي، د افغانستان خاورې ته غځېدلی دی.

په وروستیو ورځو کې امریکايي رسنیو څرګنده کړه چې چینايي کمپنیو هم د لوګر د عینک مسو او د امو دریا د تېلو او ګازو د استخراج په اړه له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.